لاهور: د ايشيائي ترقياتي بينک يو وفد د اين ټي ډې سي هيډ کوارټرز دوره کړې ، په دې موقع د اے ډي بي وفد او اين ټي ډې سي مينجمنټ ترمينځ ملاقاتونو کښې د راتلونکي اهم منصوبو صورتحال، د اے ډي بي فنډډ پاور ټرانسميشن سټرينتهنګ پراجيکټ عملي کولو او نور پاور اينهانسمنټ انوسټمنټ پروګرام (قسط څلورم) وسط مدتي ايکشن پلان جاج اخستې شويدې ۔
د اے ډي بي وفد کښې ډائريکټر انرجي سيکټر آفس جونهو هوانګ ،سينئر پروجيکټ آفيسر(مشن کو۔ ليډر) احتشام خټک او د سيکټر اينالسټ (د انرجي سيکټر) د پاکستان ريزيډنټ مشن حبيب حسن (اے ډي بي) شامل وو،د اين ټي ډې سي د ټیم مشري د اين ټي ډې سي انجينئرمحمد وسیم یونس کړې ده ۔
غونډه کښې د راتلونکي د ټرانسميشن منصوبو، د قسط څلورم منصوبو پيشرفت ، د پاور ټرانسميشن سټرينتهنګ پراجيکټ عمل درآمد او دې لړ کښې ضروري آلاتو خريدارۍ باندې د خيالاتو بدلون شويدې ۔
د ايشيائي ترقياتي بينک ټيم د دغه منصوبو عملي کولو او اين ټي ډې سره نورې مرستو کولو لپاره عزم څرګند کړېدې
په غونډه كښې د اين ټي ډي سي لخوا جنرل منيجر (ډيزائن او (انجينئرنګ) انجينئر ډاكټر خواجه رفعت حسن، ايډيشنل منيجر ( پي ايم يو) انجينئر ذبيح الله او اسسټنټ منيجر (پي ايم يو) انجينئر ياسون اسلم هم ګډون کړېدې ۔