اسلام آباد: د نيشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټې اجلاس ته وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې د ملک معيشت استحکام په لورې روان دې، ترقۍ او خوشحالې لپاره ملک کښې معاشي او سياسي استحکام مهم دې، صوبو د آئي ايم ايف پروګرام لپاره د وفاق مرسته کړېده ۔
هغه اووئيل چې نن د پاکستان سټاک ايکسچينج د تاريخ اوچت ترين سطح ته رسېدلې دې، آئي ټي ايکسپورټس کښې ريکارډ اضافه شوېده،ترقي هله کيږي چې ملک کښې اندورني او بيروني سرمايه کاري کيږي، کوشش دې د آئي ايم ايف دغه پروګرام آخېرنې وي ۔
وزيراعظم شهبازشريف مخکښې اووئيل چې آئي ايم ايف لپاره مونږ سعودي عرب، يو اے اي او چين نه مدد اخېستې دې، ټيکس به سيوا کول وي، ګراني راکمه شوېده، د اسټيټ بينک پاليسې ريټ دويشت فيصده نه پينځلس فيصده ته راکم شوېدې ۔
وزيراعظم زياته کړه چې فيصله کول دي چې دهرنے او لانګ مارچ به کوؤ يا به ملکي ترقې لپاره کارکوؤ، ملک د دهرنو، جلوسونو او لانګ مارچ متحمل نشي کيدې ۔
هغه اووئيل چې ترهه ګرۍ سره ملکي معيشت ته يوسل ديرش اربه ډالرو نه سيوا نقصان رسېدلې دې، ملک نه به ترهه ګري ختمول وي، ولې چې ترهه ګري د پاکستان لپاره دې وخت لوئې چيلنج دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف دا هم اووئيل چې خېبر پښتونخوا، بلوچستان او جنوبي ضلعو کښې چې څه راون دي هغه بدترين درندګي ده، پاکستانه ترهه ګري ختمول اولين ترجيح ده ۔