وفاقي کابيني د آپريشن عزم پاکستان منظوري ورکړي ، وزير اعظم د آپريشن پحقله د مختلف قسمه ګنګوسو نه کابينه خبر کړي، وزير اعظم په ډاګه کړي چي آپريشن عزم استحکام لوجي به اولس څه قسمه مشکلاتو سره نه مخ کيږي.
وفاقي کابيني د نيشنل ايکشن پلان اپيکس کميټۍ د فيصلو توثيق کړے ، کابيني په باقاعده توګه د آپريشن عزم استحکام منظوري ورکړي ۔
په دي موقع وزير اعظم وئيلي چي آپريشن عزم استحکام به د شرخوښو خلاف په انټيلي جنس بنيادونو کولے شي ، د خلکو په کورونو کښي به کارروائي نشي کولے ، د عزم استحکام آپريشن په وجه به عام اولس ته څه قسمه مسئلي نه رامخې ته کيږي ۔
وزير اعظم زياته کړي چي دا آپريشن به د تير وختونه څخه مختلف وي ، وزير اعظم د آپريشن عزم استحکام په اړه د افواګانو په معامله کابيني ته بريفنګ هم ور کړے، او په دي لړ کښي ئي شک عبث ګرځولۍ۔