د پېښور کليواله سيمه بډه بيره سليمان خيل کښې ډرون طياره غورځيدلې ده، ډرون راغورځيدو سره څۀ قسمه ځاني زيان نۀ دې شوې، پوليس چارواکو وئيلي دي چې د ډرون طيارې په حواله تحقيقات شروع کړې شوي دي ۔
پيښور: د پوليس ذرائعو وينا ترمخه د پېښور بډه بيره تاڼې په حدودو کښې ډرون طياره غورځيدلې،ولې د طيارې پريوتو سره څۀ قسمه مالي او ځاني نقصان نۀ دې شوې ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې د ډرون طياره پريوتو سره د مقامي خلقو کښې سخته ويره ترهه هم خوره شوې ده ۔
د پوليس وينا ده چې دې نه وړاندې هم د پيښور په متنو او نورو مختلفو پوليس سټيشنو د ډرون طيارو د لارې د حملو کوششونه شوي وو ۔
پوليس زياته کړې چې د پوليس د ښې منصوبه بندۍ لوجې دغه ټولې حملې ناکامه کړې شوي دي، د پېښور پوليس د ډرون طيارې په حواله د تحقيقاتو لړۍ نوره خوره کړې ده ۔

