خېبراکيډمي فارميډيا ټيکنالوجيز او کيم ټيک زير اهتمام د ايټم ايکس ډائيلاګ سلسله کښې فيډرل اردو يونيورسټۍ اسلام آباد کښې مهمه دستوره شوې، د دغه نشست مقصد اسلام آباد کښې ميډيا انډسټرى او تعليمي ادارو ترمينځ رابطې مضبوطولو او طالب علمانو ته عملي ميدان کښې غوره موقعې ورکول دي، دستوره کښې د يونيورسټي استاذانو، طالبعلمانو ګڼ شمير کښې ګډون کړې، خپله وينا کښې چيف ايګزيکټيو آفيسر خېبر ډيجيټل او باني کيم ټيک کيون حامد راجه وئيلي چې کيم ټيک بنيادي مقصد طالبعلمان د جديد ميډيا تقاضو نه خبرول او عملي ميدان کښې مخکښې تلو لپاره موثره موقعې ورکول دي ۔
اسلام آباد: دستورې مقصد ميډيا انډسټرى او اکيډميا ترمينځ موجوده خلا کمولو ، طالب علمانو پيشه ورانه صلاحيتونه راښکاره کولو او د دوىي تعليمي ډګرۍ سره عملي تجربې موقعې ورکولو لپاره مشترکه حکمت عملۍ باندې خبرې شوي دي ۔
دستوره کښې کيم ټيک ټيم او فيډرل اردو يونيورسټۍ اسلام آباد شعبه ميډيا استادانو ګډون کړې ، د جديد ميډيا ضروريات ، طالب علمانو عملي تربيت ،و تعليمى ادارو او ميډيا انډسټرې ترمينځ موثر اشتراک مختلف اړخونو باندې تفصيلي خبرې شوې دي ۔

په دې موقع چيف ايګزيکټيو آفيسر خېبر ډيجيټل او بانى کيم ټيک کيوان حامد راجه د پوهنتون استاذانو ته د کيم ټيک وژن ، قيام ، مقاصد او اکيډميا و ميډيا انډسټرې ترمينځ فاصلې کمولو لپاره د اقداماتو نه خبر کړيدې ۔
دوي اووئيل چې کيم ټيک بنيادي مقصد طالب علمان د جديد ميډيا تقاضو نه خبرول او عملي ميدان کښې مخکښې تلو لپاره موثره موقعې ورکول د ي ۔

په دې موقع کيم ټيک ټيم د ادارې آغاز نه تراوسه پورې سفر ، ښکاره کاميابۍ او مختلف تعليمي و پيشه ورانه اقداماتو په حواله خپل پريزنټيشن وړاندې کړې دې ۔

ايټم ايکس ډائيلاګ لاندې شوې دستوره اکيډميا او ميډيا انډسټرې ترمينځ موثر رابطې قائمولو اړخ ته يو اهم قدم دې چې مقصد ئې طالب علمانو ته تعليمي ډګرۍ سره سره عملي تربيت ، انډسټري ايکسپوژر او جديد ميډيا تقاضو سره پيشه ورانه موقعې ورکول دي ۔

