وفاقي حکومت د پټرول او ډيزل قيمتونو کښې اضافه کړې او دې حوالې سره پټروليم ډويژن له لوري اعلاميه هم جاري کړې شوې ده ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې پټرول نرخ لټر په سر اتۀ اتيا پيسې اضافه شوې، چې ورسره د پټرول في لټر نوې قيمت درې سوه، دوه اتيا روپۍ او دوه پيسې مقرر کړې شوې دې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل نرخ کښې دري پنځوس پيسې في لټر اضافې اعلان شوې، چې ورسره د ډيزل نوې قيمت في لټر درې سوه، نهه اتيا روپۍ او اتيا پيسې مقرر کړې شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي چې اوګر د پټروليم پرائسنګ مکينزم لاندې د يويشتم اکتوبر لپاره د پټروليم مصنوعاتو ايکس ډپو قيمتونو کښې ردو بدل کړې دې ۔

