اسلام آباد هائيکورټ کښې د پي ټي آئي اووۀ ويشتم ستمبر لانګ مارچ خلاف درخواست سماعت،چيف جسټس سرفراز ډوګر د درخواست سماعت کړې،د درخواست ګزار وکيل عدالت ته وئيلي دي چې د احتجاج لوجې کاروباري هلې ځلې او ژوند معمول متاثره کيدو انديښنه ده،چيف جسټس د دې مقدمې سماعت لپاره لارجر بنج جوړولو فيصله کړے،عدالت د څلور واړو صوبو آئي جيز او ايډوکيټ جنرلز په ذاتي حيثيت د زيارت په ورځ رابللي دي ۔
چيف جسټس اسلام آباد هائيکورټ جسټس سرفراز ډوګر د يو وګړي وقاص احمد درخواست باندې سماعت کړې، درخواست کښې استدعا شوې چې پي ټي آئي لخوا اووۀ ويشتم ستمبر لپاره پلان شوې لانګ مارچ او احتجاج لوجې عام اولس سخت اغيزمن کيدې شي ۔
درخواست ګزار وکيل عدالت ته وئيلي دي چې اووۀ ويشتم ستمبر باندې د احتجاج لوجې لارې کوڅې او سړکونه او کاروباري هلې ځلې هم متاثر کيدې شي ۔
وکيل عدالت ته وئيلي چې ماضي کښې هم احتجاجونو لوجې عام خلقو او کاروباري هلو ځلو ته لوئې زيان رسيدلې، تير احتجاج دوران درې رينجرز اهلکار هم وژلي شوي وؤ ۔
چيف جسټس د دې مقدمې سماعت لپاره لارجر بنج جوړولو فيصله کړے،عدالت د څلور واړو صوبو آئي جيز او ايډوکيټ جنرلز په ذاتي حيثيت د زيارت په ورځ رابللي دي ۔
عدالت دې کيس اوريدو لپاره لارجر بينچ تشکيل کوؤلو فيصله کړې او سماعت ئې لسم ستمبر پورې ملتوي کړيدي ۔

