د پيښور داودزئۍ علاقه کښې د پوليس وزير قلعه چوکۍ باندې ترهه ګرو حمله کړې،پوليس ترمخه حملې دوران د ترهه ګرو ډزو لوجې دوه اهلکار صفي الرحمان او اسد ژوبل شوې،ژوبل اهلکار هسپتال ته منتقل کړې شويدي او پوليس علاقه کښې د ترهه ګرو خلاف سرچ آپريشن شروع کړېدې ۔
پيښور: د پولیس چارواکو د وینا مطابق بيګا د شپې ناوخته نامعلوم وسله والو وزیر قلعه پولیس چوکۍ باندې حمله کړې وه ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې د وسله والو حملې په نتیجه کښې دوه پوليس اهلکاران سخت ژوبل شوي، د ژوبل شوي اهلکارانو شناخت کانسټيبل صفي الرحمان او طارق شاه په نومونو شوې ۔
د پولیس جوابي کاروائۍ کښې حمله آور تښتيدلې دي ، دواړه ژوبل اهلکاران د پیښور مقامي روغتون کښې د علاج لپاره داخل کړې شوې ۔
پولیس د واقعه نه پس په علاقه کښې د لټون آپرشن شروع کړې ،د واقعه ایف آئی آر درج کړې شوې او تحقیقات پیل کړې شوې دي ۔

