موسمياتومحکمې راتلونکي شواروزدوران دخېبرپښتونخوا برنۍ علاقو، اسلام آباد،مشرقي پنجاب،کشمير او ګلګت بلتستان کښې د نور باران امکان څرګند کړې،وائي چې دې دوران د خېبرپښتونخوا غريزو سيمو، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير کښې دسيلابي اوبو سيوا کيدو او لينډ سلائيډنګ خطره ده،دې لړ کښې اين ډي ايم اے متعلقه ادارو ته الرټ اوسيدو هدايات هم کړي ۔
اسلام آباد: نيشنل ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي مطابق ګلګت بلتستان ، آزادکشمير او خېبرپښتونخوا بالائي علاقو کښې په شيبو شيبو باران کيدې شي چې لوجې ئې دريابونو ، نهرونو نالو او خوړونو کښې اوبۀ زياتېدې شي او زيات باران لوجې په غريزو سيمو کښې دلينډ سلائيډنګ هم انديښنه ده ۔
اين ډى ايم اے ګلګت ، ديامير، غذر، هنزه ، استور، سکردو او شګر کښې ناڅاپه سيلابي صورتحال ويره څرګنده کړې،
آزادکشمير باغ ، پونچهـ ، مظفرآباد ، حويلي ، بهمبر، سدهنوتي ، ميرپور او کوټلي کښې هم د سيلاب راتلو امکان څرګند کړې دې ۔
اين ډې ايم اے ترمخه د خېبرپښتونخوا چترال ، دير، سوات ، باجوړ ، مهمند، شانګله ، بټګرام ، کوهستان ، مانسهره او هري پور سره سره نوښار ، پېښور ، صوابۍ او مردان کښې سيلابي صورتحال پيدا کيدو نه وړاندې الرټ جارى کړې شوې ۔
اين ډى ايم اے وينا ده چې راتلونکي دوه اوويا ګهنټو دوران دريائے سندهـ ، کابل ، سوات ، پنجکوړه ، کرم ، توچي ، جهلم ، چناب او راوي کښې اوبه زياتيدو انديښنه ده ۔
د اين ډى ايم اے چارواکو دا هم وئيلي چې پنډۍ اسلام آباد کښې ممکنه باران لوجې ناله لئۍ کښې اوبۀ سيوا کيدو ويره ده چې لوجې ئې اولس ته نالو او خوړونو نه لرې اوسيدو هدايات جاري کړې شوىدي ۔

