سی ټی ډی د پیښور ګل مهر کلی میرا کیچوړې په قبرستان کښې کامیاب انټيلي جنس بیسډ آپرشن کړې چې پکښې څلور ترهه ګر وژلي شويدي، دسيکيورټي ذرائعو ترمخه وژلي شوي ترهه ګرو کښې د سيدولي نومي تن تعلق د افغانستان ننګرهار ښار سره ښودلې کيږي ۔
پيښور: د سي ټي ډي وینا مطابق مهر ګل کلي میرا کیچوړي په ادیره کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه چې پرې انټيلي جنس بیسډ آپرشن شوې ۔
آسي ټي ډې وئيلي دي چې آريشن په نتیجه کښې څلور ترهه ګر وژلې شوې چې پکښې سید ولي ولد عبدالغني تعلق ننګرهار افغانستان سره ښودلې کیږي ،د هغه نه افغان سیټزن کارډ برآمد کړې شوې ۔
د سي ټي ډي لخوا جاري بيئان ترمخه د وژلي شوي ترهه ګرو نه درې کلاشنکوف یو تماچه، یو دستي بم، اووه میګزین او کارتورس برآمد کړې شوې ۔

