اسلام آباد هسپتال کښې د پېښې په اړه پمز انتظاميې ابتدائي رپورټ تيار کړې ،رپورټ مطابق اين آئي سي يو کښې د انکيوبيټر سره لګيدلی نيبولائزر چاوديدو لوجي اکسيجن اوور اخستې وو او د اوور لوګې د پائپ په ذريعه د ماشومانود ساه نالۍ ته داخل شوې وو۔ رپورټ ترمخه ماشومان د اکسيجن بنديدو او سوزيدو لوجې پحق رسيدلي دي ۔
پمز هسپتال انتظاميې د اين آئي سي يو د پېښې په اړه ابتدائي رپورټ تيار کړې ، چې پکښې د ماشومانو د مړېنې وجوهات بيان شويدي ۔
رپورټ مطابق د انکيوبيټر سره لګيدلې نيبولائزر چې د اکسيجن مقدار معلومولو لپاره استعماليږي، هغه چاوديدلې چې لوجې ئې په اکسيجن اوور لګيدلې وو ۔
ابتدائي رپورټ کښې وئيلي شوي چې د اوور لګيدو له امله لوګې پيدا شوې وو او د پائپ د لارې ماشومانو د ساه نالۍ ته داخل شوې وو ۔چې لوجې ئې ماشومان د اکسيجن بنديدو او سوزيدو لوجې پحق رسيدلي دي ۔
د هستپال انتظاميې په خپل رپورټ کښې دا هم وئيلي دي چې اوور اول لږ وو ولې وروستو پکښې تيزې راغلې وه او نرسري کښې خورشوې وو ۔

