د اسلام آباد پمز هسپتال په نرسري کښې د اوور لګيدو افسوسناکه پيښه مخې ته راغلې، ډائريکټر پمز مطابق پيښه کښې پنځلس پورې ماشومان پحق رسيدلي، او يو ماشوم بچ کړې شوې، ريسکيو ذرائعو مطابق اووه باندې قابو موندلې شوې، کولنګ عمل جاري دې، ضلعي انتظامئې ترمخه پيښه د ائيرکنډيشن کمپريسر ډزيدو لوجې مخې ته راغلې ۔
د سرښار اسلام آباد تر ټولو لوئې سرکاري هسپتال پمز په نرسري څانګه کښې د اوور لګيدو افسوسناکه پيښه مخې ته راغلې ده ۔
پمز هسپتال چارواکو مطابق د روغنتون نرسري شعبه کښې اوور لګيدو پيښه رامخې ته شوې، چې پکښې پنځلس ماشومان پحق رسيدلي، او يو ماشوم بچ کړې شوې ۔
ريسکيو ذرائعو مطابق اوور باندې قابو موندلې شوې، کولنګ عمل جاري دې، ضلعي انتظامئې ترمخه پيښه د ائيرکنډيشن کمپريسر ډزيدو لوجې مخې ته راغلې ۔
پمز هسپتال افسوسناک پيښې د هسپتال ناقص انتظام هم په ډاګه کړې، ريسکيو ذرائعو وئيلي چې حادثې پر مهال انکوبيشن سنټر کښې ډاکټران، وارډ بوائے يا نوره عمله موجود نۀ وه، فائر هوز کښې کپلنګز نه وؤ، فائر پوائنټ سره اوبۀ هم نۀ وې، د هنګامي انخلا په لاره تالې لګيدلې وې ۔
وزيراعظم شهباز شريف پمز هسپتال پيښه کښې په انساني زيان د افسوس څرګندونه کړې او سيکرټري صحت ئې د خپلې عهدې نه برطرف کړې ۔
د وزيراعظم مشرې کښې هنګامي اجلاس کښې د پيښې شفاف پلټنو لپاره اته کسيزه انکوائري کميټي تشکيل شوې، کوم به چې څليريشت ګهنټو کښې خپل رپورټ وړاندې کوي ۔

