سعودي عرب کښې د تيلو يوې کمپنۍ هيلي کاپټر غورځيدو نه پس تباه شوې، سعودي ميډيا رپورټ مطابق هيلي کاپټر غورځيدو پيښه کښې څوارلس کسان پحق رسيدلي دي، رپورټ کښې وئيلي شوي چې هيلي کاپټر په راس تنوره سيمه کښې تباه شوې، او د پيښې نورې پلټنې جاري دي ۔
رياض: د سعودى ميډيا د وزارت توانائۍ چارواکو د خلې وئيلي دي چې د سعودى عرب راس تنوره ښار کښې د سعودى آئل کمپنې ارامکو هيلي کاپټر راغورځيدو نه پس تباه شوې دې ۔
رپورټ کېښ وئيلي شوي چې پيښه د اتوار په سحر شپږ بجې رامخې ته شوې او د اطلاع ميلاويدو سمدستي پس دغه ځائې ته امدادي ټيمونه استولي شوي وو ۔
د سعودي چارواکو لخوا وئيلي کيږي چې تباه شوې هيلي کاپټر د تيلو کمپني ارامکو ملکيت دې، هيلى کاپټر کښې ناست څوارلس کسان پحق رسيدلي دي ۔
سعودى وزارت توانائۍ چارواکو دا هم وئيلي دي چې پحق رسيدلي کسانو تعلق د سعودى عرب سره وو، او د پيښې نورې پلټنې جاري دي ۔

