بنو کښې د بدامنۍ يوه بله پيښه مخې ته راغلې،سي پيک سکلر روډ باندې نامعلومه وسله والوپه يوشخصي ايمبوليس ډزې کړي،پوليس چارواکو وئيلي چې پيښه کښې څلور کسان پحق رسيدلي دي، پوليس د پيښې ځائې ته رسيدلي او نورې پلټنې ئې شروع کړيدي ۔
د پوليس چارواکو وينا مطابق بنو ميراخيل تهاڼې حدود کښې نامعلومه وسله والو د يو نجي تنطيم په ايمبولينس ناترڅه ډزې کړي دي ۔
پوليس چارواکو وئيلي دي چې ډزو نتيجه کښې څلور کسان پحق رسيدلي دي، وژلي شوي تنانو کښې هارون خان ، محمد شعيب ،واحد او يو بل کس شامل دي ۔
د پوليس وينا ده چې پيښه سرکلر روډ سيمه کښې مخي ته راغلې وه ، چرته چې نامعلومه کسانو په ايمبولينس ډزې کړي او پيښې نه پس ملزمان تيښته کښې کامياب شوي دي ۔
بلخوا پوليس مطابق د دې پيښې وروستو بنو بائي پاس روډ باندې د يو پيټرول پمپ نه د څلور کسانو مړي موندلي شوي ، پوليس وائي چي مقتولين په ګولو وژلي شوي دي ۔

