د بلوچستان کښې سيکيورټي فورسز کاروائي کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ دوران څوارلس ترهه ګر وژلي شويدي،ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې حوالدار محمد عباس هم شهيد شويدې، آئي ايس پي آر ترمخه وژلي شوي ترهه ګر بينکونواو پوليس سټيشنز باندې حملې کولو منصوبه کوله، د ترهه ګرو زير استعمال څلور ګاډي آئي اي ډيز هم تباه کړې شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان په بيسمه ضلع د ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع سيکيورټي فورسز کاميابي کاروائي کړيده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ دوران څوارلس ترهه ګر وژلي شوي، او يو شمير نور ژوبل شويدي، ترهه ګرو سره نښته کښې د پاک فوج حوالدار محمد عباس هم شهيد شويدې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه وژلي شوي ترهه ګر بينکونواو پوليس سټيشنز باندې حملو کښې ککړ وو، د ترهه ګرو زير استعمال څلور ګاډي آئي اي ډيز هم تباه کړې شويدي ۔
بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې ملک نه ترهه ګرو خاتمې لپاره سيکيورټي فورسز پرعزم دي، سيمه کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګي ختمولو لپاره کليئرنس آپريشن جاري دې ۔

