د پيښورحسن خيل سيمه کښې د فيډرل کانسټيبلري چيک پوسټ باندې د ترهه ګرو حمله ناکامه کړې شويده، جوابي کاروائۍ کښې اتۀ حمله کونکي ترهه ګر وژلي شويدي، په دې موقع ترهه ګرو او سيکيورټي فورسز ترمينځ د ډزو تبادله هم شوې، ذرائع وائي چې ايف سي ځوانانو ته هم مرګ ژوبله اوړيدلې ده، ترهه ګر بعضې اهلکاران هم ځان سره اغوا کړيدي، سيکيورټي فورسز سيمه ولقه کښې اخستې او حالات ئې قابو کړېدي ۔
پيښور: د صوبائي سرښار په حسن خيل سيمه کښې د فيډرل کانسټيبلري په چيک پوسټ د ترهه ګرو حمله سيکيورټي اهلکارانو ناکامه کړېده ۔
ذرائعو وئيلي چې يوشمير ترهه ګرو ايف سي چيک پوسټ باندې درنې وسلې سره حمله کړې کومه چې ناکامه کړې شوې او اتۀ حمله کونکي وژلي شويدي ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې حملې فوري پس د سيکيورټي ادارو لويه نفري چيک پوسټ ت رسيدلې او سيمه ئې خپله ولقه کښې اخستو وروستو لټوني عمليات هم پيل کړېدي ۔
ذرائعو زياته کړې چې د ترهه ګرو حملې دوران سيکيورټي اهلکارانو ته هم مرګ ژوبل اوړيدلې او بعضي ترهه ګرو ځان سره سيکيورټي اهلکار هم تښتولي دي ۔

