راتلونکي مالي کال لپاره وفاقي بجټ د جمعې په ورځ اسمبلۍ ته وړاندې کولې شي، صدر مملکت آصف علي زرداري د وزيراعظم شهباز شريف په ايډوائس د قامي اسمبلۍ او سينيټ غونډې سبا رابللې شوي ۔
اسلام آباد: وفاقي بجټ به د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي، دې لپاره د قامي اسمبلۍ اجلاس سبا رابللې شويدې ۔
د قامي اسمبلۍ غونډه مازيګر پنځه او د سينيټ غونډه مازيګر څلور بجې طلب کړې شوي، د پارليماني امورو وزير طارق فضل چودهري تصديق کړې چې وزير خزانه اورنګزيب به د جمعې په ورځ اسمبلۍ کښې بجټ پيش کوي ۔
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب به د مالي کال دوه زره شپږيشتم او اووۀ ويشتم وفاقي بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندي کوي، دې لپاره ټولې تياريانې هم مکمل کړې شويدي ۔

