بنو ميريان سيمه کښې نامعلومه شرخوښو د ګيس مرکزي پائپ لائن په بارودو الوزولې دې ، ګيس پائپ لائن تباه کيدو لوجې د ګيس سپلائي معطل شويده ۔
بنو: ځائي سرچينو وئيلي دي چې ميريان سيمه کښې نامعلومه شرخوښو د ګيس مرکزي پائپ لائن په بارودي مواد الوزولې، چې ورسره سيمه کښې د ګيس سپلائي معطل شويده ۔
د مقامي سرچينو مطابق نا معلومه شرخوښو بنو کښې د ميريان په اخوندان سيمه کښې د ګيس مين پائپ ته بارودي مواد نصب کړي وو ۔
دغه بارودي مواد ډزيدو لوجې زوروره چاؤدنه شوې اوچاودنې لوجې ګيس پائپ لاين تباه شوې دې ۔
ګيس پائپ لائن تباه کيدو سره سم سيمه کښې د ګيس سپلايي هم معطل شويده ، د پيښې په اطلاع پوليس سيمه ولقه کښې اخستې او تحقيقات ئې هم شروع کړيدي ۔

