پاکستان نړۍ کښې يواځې کولو په حواله د بهارتي وزيراعظم نريندر مودي لس کلن مهم په مکمله توګه ناکامه شوېدې،د الجريزه خبري ادارے رپورټ ترمخه پاکستان د مشرق وسطیٰ ملکونو لپاره د سيکيورټي پارټنر په حيث رامخې ته شوې خو د نريندر مودي مسلمانو مخالف پاليسو په نړيواله سطح د بهارت تشخص ته لوئې نقصان رسولې دې ۔
عرب ميډيا رپورټس ترمخه د بهارت پاکستان په نړيوال کچ يواځې کولو کوششونه ناکامۍ سره مخ شوې ، د بهارتي وزير اعظم مودي هلې ځلې مطلوبه نتائج نۀ دي حاصل کړې ۔
رپورټ کېښ وئيلي شويچ ې پاکستان په دې دوران کښې يو شمير علاقائي او نورو ملکونو سره خپل سفارتي ، اقتصادي او سټرټيجک تعلقات بر قرار ساتلي دي ۔
رپورټ ترمخه عالمي سياست کښې بدليدونکي حالات ، علاقائي مفادات او معاشي شراکت دارۍ لوجې يو ملک د بل ملک نه په مکمله توګه سفارتي کچ بيلول ممکن نۀ دي ۔

