پي ټي آئي کښې اختلافات ، صوبائي حکومت د اسمبلۍ نه بجټ پاس کولو کښې د مشکلاتو ښکار کيدو انديښنه پيدا شوې،ذرائعو ترمخه کابينه کښې توسيع باندي دولس نه سيوا اسمبلۍ ممبرانو اعتراضات کړيدي او د مرور ممبرانو فاروډ بلاک د صوبې په ګورننس تنقيدونه شورو کړيدي،ذرائع زياتوي چې په تنظيمي سطح صوبه کښې هم د پارټۍ پوزيشن ډير کمزورې شوېدې ۔
د خېبر پښتونخوا کابينه کښې د توسيع نه پس يو درځن پورې حکومتي غړي ميدان ته راوتي دي او د حکومت په کارکردګۍ ئي سختې نيوکې شروع کړي دي ۔
خيبر پښتونخوا کښې ځيني حکومتي غړو خو د پيسو خرچ کولو په بدل د مراعاتو اخستو شکوه هم ښکاره کړيدي، ذرائعو تر مخه په تنظيمي توګه صوبه کښې پارټي په کمزورې پوزيشن کښې داخله شوې ده ۔
مرکز سره د صوبې دحقونو خبره نۀ کيږي او نۀ احتجاج لپاره د پارټۍ پوزيشن په نظر راځي او د پختون يار په شان د کابينې غړي هم هغۀ شان پخواني وزير اعلیٰ علي امين ګنډا پوره سره ولاړ دي ۔

