د ټانک په چيسن کچ کلي کښې ترهه ګرو يو سکول او د صحت بنيادي مرکز په چاودونکي موادو الوزولې دي، چاودنې لوجې څه قسمه ځاني زيان نۀ دې شوې ،څو مياشتې وړاندې هم شرخوښو د بنيادي صحت د دې مرکز يوه کمره په چاوديدونکي موادو تباه کړې وه ۔
ټانک: تفصيلاتو له مخې دبيګا د شپې ناوخته نامعلومو کسانو د چیسن کچ د بنيادي روغتیا مرکز او د هلکانو سرکاري مډل سکول ته بارودي مواد ایښودې وو ۔
بارودي مواد ډزيدو لوجې دواړو سرکاری عمارتونو ته سخت زیان رسیدلې ،ولې ځاني زيان اطلاع نۀ ده راغلې ۔
یاده دې وي چې څو میاشتې وړاندې هم په دې کلي کښې نامعلومو وسله والو بي ایچ یو یو کمره په چاودنه کښې تباه کړې وه ۔
د ټانک امن و امان صورتحال د خرابېدو لوجې تر دې دمه زرګونه کورنۍ له سیمې کډه کولو ته مجبوره شوي دي ۔

