کوئټه کښې چمن پهاټک باندې د بمي چاودنې ابتدائي رپورټ داخله وزير محسن نقوي ته پيش کړې شويدې، داخله وزير وئيلي چې وفاقي حکومت په دې سخت وخت کښې بلوچستان حکومت سره کلک ولاړ دې، ترهه ګرو يو ځل بيا بے ګناه خلق په نښه کړي، د شهدا قرباني به هميشه ياد ساتلې شي ۔
چمن پهاټک باندې چاؤدنې فوري پس داخله وزير محسن نقوي مشرۍ کښې کوئټه کښې اهمه غونډه شوې چې پکښې وزيراعلیٰ بلوچستان سرفراز بګټي او آئي جي بلوچستان پشمول نور متعلقه اهم چارواکو ګډون کړيدې ۔
غونډه کښې د ترهه ګرو د حملې په سختو ټکو کښې مذمت شوې او د متاثره خاندانونو سره د يو والي څرګندونه هم شويده ۔
غونډي پرمهال داخله وزير محسن نقوي ته د چاودنې په اړه ابتدائي تحقيقاتي رپورټ وړاندې کړې شويدې ۔
اجلاس ته وينا کښې داخله وزير محسن نقوي وئيلي چې وفاقي حکومت په دې سخت وخت کښې بلوچستان حکومت سره کلک ولاړ دې ۔
محسن نقوي زياته کړې چې ترهه ګرو يو ځل بيا بے ګناه خلق په نښۀ کړي، د شهدا قرباني به هميشه ياد ساتلې شي ۔
په دې موقع وزيراعلیٰ بلوچستان سرفراز بګټي وئيلي چې متاثره خاندانونه به چرې يواځې نۀ پريږدو ، د ژوبل کسانو د علاج نګراني په خپله کوم ۔

