فيلډ مارشل سيد عاصم منير سرکاري دوره باندې ايران ته تلې دې، سرکاري ميډيا رپورټ کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل به ايران کښې اعلیٰ چارواکو سره اهم ملاقاتونه کوي،ذرائعو وئيلي چې فيلډ مارشل به تهران کښې د ايران او امريکې ترمينځ امن مذاکراتو او ممکنه لوظنامې باندې ايراني قيادت سره خبرې کوي ۔
سرکاري ميډيا خپل رپورټ وئيلي دي چې چيف آف ډيفنس و فيلډ مارشل فورسز سيد عاصم منير په اهم سرکاري دوره ايران ته تلې دې ۔
رپورټ مطابق فيلډ مارشل به تهران کښې ايران صدر مسعود پزشکيان او د ايران نور اهم چارواکو سره ملاقاتونه کوي ۔
ذرائعو ترمخه فيلډ مارشل به د ايران قيادت سره ملاقاتونو کښې د ايران او امريکې ترمينح مذاکراتو او ممکنه لوظنامې باندې خبرې کوي ۔
ياده دې وي چې وفاقي داخله وزير محسن نقوي هم ايران کېښ موجود دې، او ايران صدر، خارجه وزير او داخله وزير پشمول اهم شخصياتو سره ئې تير څليريشت ګهنټو دوران اهم ملاقاتونه کړېدي ۔

