د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د روس صدر ولاديمير پيوټن سره اهم ملاقات کړې، چې پکښې د پاکستان په ثالثۍ کښې د امريکې او ايران ترمينځ مذاکراتو په معامله خبرې شوي، عباس عراقچي وئيلي چې ايران به روس سره اړېکې جاري ساتي، دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات سټريټيجک پارټنر شپ باندې مبني دي،روسي صدر وئيلي چې امن ته به ګټه ميلاويږي، روس به هاغه ټول اقدامات پورته کوي ، کوم چې د ايران او منطقې په مفاد کښې وي ۔
د پاکستان دورې نه پس ايران خارجه وزير عباس عراقچي د روس په دوره پيټرزبرګ ښار ته رسېدلې، چرته چې هغۀ د روسي صدر ولادي مير پيوټن سره ليدۀ کاتۀ کړې، ملاقات کښې د سيمي صورتحال او مشرق وسطیٰ امن لپاره جاري کوششونو په معاملو خبرې شويدي ۔
په دې موقع روسي صدر ولادي مير پيوټن اووئيل چې هغه د ايران سپريم ليډر پيغام ميلاؤ شوېدې،صدر ولادي مير پوټن هم د ايراني سپريم ليډر لپاره د نيک خواهشاتو پيغام ورکړېدې ۔
ولادي مير پيوټن اووئيل چې اميد لرو چې ايراني اولس به دې مشکل وخت نه ډير زر بهر راوځي او امن به قائم شي، د ايران او خطې ملکونو په مفادات کښې څه ممکن وي هغه به روس کوي ۔
صدر پيوټن اووئيل چې روس د ايران سره اسټريټجک تعلقات جاري ساتلو اراده لري، دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړېدي چې خطې کښې روانې کشيدګې باوجود به رابطې او سفارتي کوششونه جاري ساتلې شي ۔
ايراني خارجه وزير عباس عراقچي اووئيل چې روس او ايران تعلقات سټريټجک شراکت دارۍ باندې مبني دي کوم به چې نور مضبوطيږي، عباس عراقچي د ايران په حمايت د روس او صدر پيوټن شکريه هم ادا کړېده ۔

