سټېټ بينک آف پاکستان د مانيټري پاليسۍ اعلان کړې، او شرح سود کښې ئې يو فيصد اضافه کړېده، اضافې نه پس شرح سود د لس اعشاريه پنځه فيصد نه سيوا شوې ، او يوولس اعشاريه پنځه فيصد ته رسيدلې، د مانيټري پاليسۍ اعلان د ګورنر جميل احمد مشرۍ کښې د سټيټ بينک د مانيټري پاليسۍ کميټۍ اجلاس نه پس شويدې ،معاشي ماهرينو وئيلي چې شرح سود کښې اضافې سره به ګراني نوره هم زياته شي ۔
کراچۍ: سټيټ بينک آف پاکستان لخوا جاري شوې نوې مانيټري پاليسۍ تحت شرح سود کښې سل بيسز پوائنټس يعنې د يو اعشاريه پنځه فيصد اضافې اعلان شوې، چې ورسره اوس شرح سود د لس اعشاريه پنځه فيصد نه يوولس اعشاريه پنځه فيصد ته رسيدلې دې ۔
ماهرين وئيلي دي چې مطابق مشرقِ وسطیٰ کښې د جنګ لوجې د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې اضافه او عالمي مارکيټ کښې د معاشي بے يقيبۍ صورتحال شرح سود کښې اضافې لويه وجه ده ۔
معاشي ماهرينو ترمخه د سټيټ بينک دې فيصلې نيغ په نيغه اثر به ګرانۍ باندې هم پريوځي، ولې چې د پيټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې د اضافې براه راست اثر د روزمره ضروريات په څيژونو هم غورځيږي ۔

