وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د اعلیٰ پائې اجلاس شوې چې پکښې د مجموعي سيکورټي صورتحال جائزه اخستې شويده، وزيراعظم هدايت کړې چې موجود صورتحال په وړاندې دې جامع حفاظتي اقدامات يقيني کړې شي، ايران کښې موجود پاکستانيان واپس راوستو لپاره دې فوري ګامونه پورته کړې شي، دې لړ کښې دې خارجه وزارت کوټلې ګامونه پورته کړي، وزيراعظم دا هم وئيلي چې پاک افواج د وطن دفاع لپاره مکمل تيار دې، او خپل فرائض قامي جذبې سره ترسره کوي ، غونډې ته وئيلي شوي چې د وطن دفاع او استحکام لپاره کوټلې ګامونه پورته کړې شويدي ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې ملک مجموعی سيکيورټی صورتحال باندې اعلی سطح اجلاس شوې چې پکښې پاک افغان او ايران صورتحال باندې تفصيلي غور شويدې ۔
وزیراعلظم ته ټول ملک سيکيورټی صورتحال باندې بريفنګ ورکړې شوې، وزيراعظم وفاقي او صوبائي سطح باندې متعلقه ټول ادارو ته موجوده صورتحال کښې جامع او موثر حفاظتي اقدامات فوری پورته کولو هدايت جاري کړې دې ۔
ايران صورتحال پيش نظر وزيراعظم وزارت خارجه ته ايران کښې موجود پاکستانيان وطن ته واپس خيريت سره راوستلو لپاره اقدامات کولو هدايت هم کړې او آذرباييجان په لاره ټول پاکستانیان راوستلو بندوبست يقينې کولو امر ئې کړېدې ۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې پاکستاني اولس او مسلح افواج ملک سلامتیا ،خودمختارۍ او علاقائي سلامتيا تحفظ لپاره هر وخت تيار دي او چيف آف ډيفنس فورسز ،فيلډ مارشل سيد عاصم منیر په قیادت کښې افواج پاکستان قومی جذبې سره خپل ملک دفاع او خپل فرائض ترسره کوي ۔
وزيراعظم وئيلي چې ملک او اولس په خاطر پاک فوج قربانۍ او دهشت ګردۍ خلاف جنګ کښې سيکيورټی فورسز قربانو باندې ټول قام فخر کوي او ټول قوم پاک افواج په شا ولاړ دې ۔

