پيښور هائيکورټ په خېبر پښتونخوا کښې ټول سړکونه فوري کولاؤلو حکم کړې دې، عدالت وئيلي دي چې سړکونه کولاؤلو لپاره دې فوري کاروائي شروع کړې شي او سبا پورې دې عدالت کښې رپورټ جمع کړې شي، عدالت دا هم وئيلي چې دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده چې حکمرانې ډلې د خپلې صوبې خلق په تکليف کښې اچولي دي ۔
پيښور هائيکورټ کښې د پي ټي آئي لخوا د سړکونو بندولو په معامله دائر شوې درخواست باندې سماعت شوې، جسټس اعجاز انور اور جسټس فرح جمشيد سماعت کړې او دې دوران چيف سيکريټري او آئي جي خېبر پښتونخوا هم عدالت کښې پيش شوي وو ۔
د عدالت وينا وه چې سړکونه بند کړې شوي، بدقسمتۍ خبرته ده چې د صوبې حکمرانې ډلې د خپلې صوبې خلق په تکليف کښې اچولي دي ۔
آئي جي ذوالفقار حميد عدالت ته خواست کړې چې دوه ورځې دې راکړې شي، ولې عدالت حکم کړې چې دوه ورځې نشو درکولې، نن څخه دې فوري کاروائي شروع کړې شي ۔
د درخواستګزار وکيل عدالت ته اووئيل چې د پي ټي آئي احتجاج لوجې اوسه پورې په سړکونو دوه کسان پحق رسيدلي دي، عدالت اووئيل چې کيديشي دغه کسان احتجاج کونکو لپاره اهم نۀ وي، په يو صورت کېښ هم موټروے بنديدل نۀ دي پکار، پيښر کښې دې هم د احتجاج اجازت هيچا ته ورنکړې شي، او دا چې احتجاجونو لوجې زمونږ ماشومان د کورونو نه بهر نۀ شي تلې ۔
عدالت حکم کړې چې سړکونه دې فوري کولاؤ کړې او سبا پورې دې عدالت کښې تفصېلي رپورټ جمع کړې شي، عدالت نور سماعت تر سبا ملتوي کړېدې ۔

