د ټي ټوينټي ورلډ کپ ټولو اهم ګروپ ميچ نن د پاکستان او بهارت ترمينځ لوبيږي، ميچ به پاکستاني وخت مطابق ماښام شپږ نيمې بجې د سري لنکا کولمبو سټيډېم کښې شروع کيږي، بلخوا چيئرمين پي سي بي محسن نقوي هم کولمبو ته رسيدلې او ګراؤنډ کېښ ئې د قامي ټيم لوبغاړو سره ليدۀ کاتۀ کړې او د هغوي حوصله افزائي ئې کړېده ۔
سري لنکا او بهارت کښې جاري د ټي ټوينټي ورلډ کپ اهم ترمين ميچ کښې نن د پاکستان او روايتي حريف بهارت ترمينځ مقابله ده ۔
ميچ به د پاکستان وخت مطابق ماښام شپږ نيمې د سري لنکا په کولمبو سټيډيم کښې شروع کيږي ۔ ميچ نه وړاندې دواړو ټيمونو لوبغاړو دغه ګراؤنډ کښې بهرپور پريکټس هم کړېدې ۔
بلخوا د ميچ نه وړاندې بهارت ته لويه دهچکه رسيدلې، د بهارتي اوپنر ابهيشيک شرما شرکت غير يقيني دې، ولې بهارتي سرچيني وائي چې د ابهيشيک شرکت اصل فيصله به نن کيږي ۔
د ميچ کتلو لپاره په زرګاؤ شمير کښې پاکستاني او بهارتي شائقين کرکټ د کولمبو مخه کړې، د ميچ ټکټونه د وړاندې نه خرڅ شوې، په هوټلو کښې کمرې نۀ ميلاؤيږي، د کمرو کرائېانې هم د آسمان سره خبرې کوي ۔
بلخوا د سري لنکا محکمه موسمياتو خبر ورکړې چې کولمبو کښې راتلونکې درې ورځې دوران کله د تيز او کله د نري باران امکان دې ، چې ورسره د پاک بهارت هائي وولټيج مقابله متاثر کيدو انديښنه ده ،ميچ منسوخ کيدو صورت کښې دوانړه ټيمونو ته يو يو پوائنټ ميلاويدې شي ۔
قومي ټيم لوبغاړي بابر اعظم وئيلي چې پاک بهارت ميچ دوران د تماشبينو توقعات د حد نه سيوا وي، بابر اعظم ټيم له مشوره ورکړې چي ميدان نه باهر په خبرو توجه مۀ ورکوې او بالکل ريليکس اوسي ۔
دې تر څنګ کولمبو کښې د پاک-هند میچ نه مخکې د پی سی بي چیئرمین محسن نقوی د کرکټ ټیم له لوبغاړو او مینجمنټ سره ملاقات کړې ۔
چیئرمین پی سي بي محسن نقوي د لوبغاړو حوصله افزائي کړې ، د هغوی عزم او جذبه ئي ستائلې ، او د قومي کرکټ ټیم لپاره ئې نېکې هیلي څرګندې کړې ۔
ملاقات کښې کپتان سلمان علی آغا، هیډ کوچ مایک هیسن، مینجر نوید اکرم چیمه، ټول لوبغاړي او کوچنګ سټاف حاضر وو،دې نه علاوه د پی سی بي چیف آپریټنګ افسر سمیر احمد، د پي ایس ایل چیف ایګزیکټیو افسر سلمان نصیر او د میډیا ډایرکټر عامر میر هم موجود وو ۔

