پاکستان نيوي د اينټي شپ بيلسټک ميزائل کاميابه تجربه کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې دغه ميزائل خپل سمندري او زمکائي هدف انتهائي درستګۍ سره په نښه کولو بهرپور صلاحيت لري، پاک نيوي اينټي شپ بيلسټک ميزائل پاکستان پخپله تيار کړې ، صدر مملکت،وزيراعظم،فيلډ مارشل په کاميابه تجربه سائنسدانانو او متعلقه افسرانو ته اومبارکي ورکړې .
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې پاکستان نيوي د اينټي شپ بيلسټک ميزائل کاميابه آزمائنه کړېده .
د آئي ايس پي آر په بيان کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې دغه ميزائل سټيټ آف دي آرټ، ګائيډنس، جديد سهولتونو نه آراسته دې .
آئي ايس پي آر مطابق د نيوي اينټي شپ بيلسټک ميزائل خپل سمندري او زمکائي هدف انتهائي درستګۍ سره په نښه کولو پورا پورا صلاحيت هم لري .
آئي ايس پي آر ترمخه د پاکستان نيوي دغه کاميابې آزمائنې په دغه موقع نيول چيف ايډمرل نويد اشرف د آزمائنې مشاهده کړيده .
صدر مملکت آصف علي زرداري ،وزيراعظم شهبازشريف اوفيلډ مارشل سيد عاصم منير په کاميابه تجربه سائنسدانانو او متعلقه افسرانو ته اومبارکي ورکړې .
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د پاکستان نيوي اينټي شپ بيلسټک ميزائل آزمائنه د پاکستان تکنيکي مهارت اهمه کاميابي ګرځولې ده .

