د جنوبي وزيرستان وانا کيډټ کالج باندې د ترهه ګرو خلاف آپريشن مکمل شوې، سيکيورټي ذرائعو وئيلي آپريشن کښې ټول ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي، ذرائعو ترمخه څليريشت ګهنټو نه زيات وخت پورې جاري دغه آپريشن ډير مهارت سره مکمل کړې شوې، د کيډټ کالج يو کس ته هم زيان نۀ دې رسيدلې، او کيډټس پشمول ټول استاذان په حفاظت ريسکيو کړې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو ترمخه د جنوبي وزيرستان وانا کيډټ کالج کښې موجود ټول کيډټس او استاذان په حفاظت ريسکيو کړې شوي، او آپريشن مکمل شويدې ۔
ذرائعو مطابق حمله کونکي نور درې ترهه ګر هم ډير مهارت سره وژلي شوي ، چې ورسره د وژلې شوي ترهه ګرو شميره پنځه ته رسيدلې ده ۔
حملې په وخت کالج کښې پينځه سوه پينځه ويشت کيډټس پشمول شپږ سوه پنځوس کسان موجود وو ۔
سيکيورټي ذرائع وائي چې کيډټ کالج کښې موجود درې افغان ترهه ګر د کالج يو مخصوص ودانۍ کښې محدود کړې شوي وو، او دغه ترهه ګر هم ډير مهارت سره خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو ترمخه آپريشن به جامع طريقے سره حتمي انجام ته رسولې شوېدې ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې دغه ترهه ګرو تعلق د افغانستان سره وو، او دوي ته په ټيليفون د افغانستان څخه هدايات ميلاويدل ۔
ياده دې وي چې افغان ترهه ګرو د وانا کيډټ کالج مرکزي دروازے سره د بارودو نه ډک ګاړي جنګولې وو،چاؤدنې سره د کالج مرکزي دروازے او نيزدې ودانو ته هم نقصان رسېدلې وو، د پاک فوج فوري جوابي کارروائي کښې دوه ترهه په موقع وژلي شوي وو ۔

