سرښار اسلام آباد کښې د سيکټر جي اليون جوډېشل کمپليکس نه بهر مبينه خودکش حمله شوې، پوليس وئيلي چې حمله کښې دولس کسان شهيدان او شل نور سخت ژوبل شويدي،پولیس ترمخه د پيښې ځائې نه د خودکش حمله آور سر هم ميلاؤ شويدې، ژوبل شوي کسانو کښې وکيلان او پوليس اهلکاران هم شامل دي ۔
اسلام آباد: پوليس چارواکو وئيلي دي چې اسلام آباد کښې د جي اليون سيکټر جوډيشل کمپليکس نه بهر خودکش حمله شوې ده ۔
د پوليس چارواکو بيان کښې وئيلي شوي چې پيښه کښې دولس کسان پحق رسيدلي او شل نور سخت ژوبل شويدي ۔
پوليس مخکښې وئيلي دي چې د حملې د ځائې نه د خودکش حمله آور سر هم ميلاؤ شوېدې ۔
ژوبل کسانو کښې وکيلان او پوليس اهلکاران هم شامل دي ، ژوبل کسانو کښې د بعضو حالت مرګونې ښودلې شويدې ۔
خودکش حملې وروستو پمز او نور هسپتالونو کښې ايمرجنسي نافذ کړې شوې او د خودکش حملې ځائې هم سيل کړې شويدې ۔

