اووۀ ويشتم آئيني ترميم کښې وزيراعظم ته د استثیٰ معامله باندې وزيرتاعظم شهبازشريف نوټس اخستې او دغه شق ئې فوري واپس اخستو هدايت کړېدې ۔
په سماجي ويب پاڼه خپل بيان کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د ن ليګ سنيټرانو د وزيراعظم استثیٰ په حواله ترميمي شق سينيټ کښې پيش کړې وو خو دغه شق د کابينې نه منظور شوې مسوده کښې شامل نۀ وو ۔
وزيراعظم شهبازشريف خپل بيان کښې وئيلي چې هر منتخب وزيراعظم د قانون او اولس عدالت ته جوابده دې ۔
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې د پارټۍ ځينې سينيټرانو د وزيراعظم استثیٰ حوالې سره ترميمي شق سينيټ ته وړاندې کړې شوې دي، وزيراعظم د دغه سينيټرانو شکريه هم ادا کړې ۔
وزيراعظم هدايت کړې دغه شق دې فوري واپس واخستې شي ۔

