د سپريم کورټ اسلام آباد ودانۍ په کينټين کښې ګيس سلينډر ډزيدو لوجې زورداره چاودنه شوې، چې پکښې څلور کسان ژوبل شويدي، چاودنې لوجې د کورټ روم نمبر شپږم ته هم زيان رسيدلې دې ۔
ريسکيو مطابق اسلام آباد کښې د سپريم کورټ ودانۍ کښې کينټين دننه ګيس سلينډر ډزيدو لوجې زورداره چاودنه شوې ده ۔
د چاودنې لوجې د سپريم کورټ ودانې لړزيدلې ده ، ژوبل فوري توګه هسپتال ته منتقل کړې شوې ، ذرائعو ترمخه د يو حالت مرګونې ښودلې کيږي ۔
ذرائعو دا هم وئيلي دي چې چاودنې لوجې کورټ روم نمبر شپږم او د کينټين فرنيچر ته زيان رسيدلې دې ، د پيښې تحقيقات شروع کړې شوي دي ۔

