دخېبرپښتونخوا کابینې د ممبرانو د متعلقه نحکمو باضابطه اعلان شوې ،د وزیراعلی سهیل آفریدی په هدایاتو ایډمنسټریشن ډیپارټمنټ د وزيرانو او د مشيرانو د محکمو باضابطه اعلامیه جاري کړیده ۔
پيښور: د ایډمنسټریشن ډیپارټمنټ خېبرپښتونخوا د اعلامیې ترمخه مینا آفریدی وزیر بلدیات، الیکشن و دیهی ترقي، ارشدایوب وزیر ابتدائی و ثانوي تعلیم، فضل شکورخان وزیر پبلک هیلتھ انجنئرنګ، ډاکټر امجدعلی وزیر هاوسنګ او آفتاب عالم ته دوباره د وزیرقانون ذمه وارۍ ورکړي شويدي ۔
اعلاميې مطابق سیدفخرجهان وزیرایکسائز،ټیکسیشن او نارکوټکس کنټرول، ریاض خان وزیرآبپاشی، خلیق الرحمن وزیرصحت، فیصل خان ترکئۍ وزیرمحنت(لیبر) او مزمل اسلم به يو ځل بيا مشیر خزانه وي ۔
اعلاميې ترمخه تاج محمدترند مشیر لوبې و امور نوجوانان، شفیع الله جان معاون خصوصی برائے اطلاعات و نشریات و عوامی تعلقات ټاکل شویدې ۔
ذرائعو وئيلي چې د صوبائي کابینې دوئمه مرحله به هم ډیره زر سرته اورسولې شي ۔

