د جنوبي افريقې خلاف آخري ټي توينټي ميچ کښې شاندار بيټنګ کولو سره بابراعظم يو بل ريکارډ جوړ کړې او د بهارتي ټيم بېټر روهت شرما نه پس ئې د ويرات کوهلي ريکارډ هم مات کړيدې ، بابراعظم ټي ټوينټي فارميټ کښې په څلويښتم ځل پنځوس يا دې نه زيات سکور کړېدې ۔
د قامي ټيم سټار بېټر بابراعظم د جنوبي افريقه خلاف آخري ميچ کښې فارم کښې راتلو سره سم ټي ټوينټي انټرنيشل ميچونو کښې يو بل ريکارډ په خپل نوم کړېدې ۔
جنوبي افريقه خلاف ټي توينټي سيريز کښې بابراعظم اول د دې فارميټ ټولو نه زيات رنز جوړولو ريکارډ جوړ کړې وو اود بهارتي بېټر روهت شرما ريکارډ ئې مات کړې وو ۔
آخري ټي ټوينټي ميچ کښې بابراعظم اتۀ شپيتۀ رنز جوړ کړي او د بهارتي يو بل بېټر ويرات کوهلي د زيات ففټيز ريکارډ ئې هم مات کړېدې ۔
ټي ټوينټي فارميټ کښې بابراعظم اوسه پورې څلويښت ځله پنځوس يا دې نه زيات رنز جوړ کړېدي ۔
ويرات کوهلي دې فارميټ کښې نهه ديرش ځله ، روهت شرما اووه ديرش ، محمد رضوان يو ديرش او د آسټريليا پخواني لوبغاړي ډيوډ وارنر نهه ويشت ځله پنځوس يا دې نه زيات رنز جوړ کړيدي ۔

