د افغانستان د طالابو په ډزو کښې شهيدان شوي دولس ځوانانو د جنازې مونځ چکلاله ګيريژن پنډۍ کښې ادا شوې،آئي ايس پي آر وائي چې جنازه کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير، دفاع وزير خواجه آصف پشمول ګورنر خېبر پښتونخوا، سول او عسکري اعلیٰ افسرانو ګډون کړې، خواجه آصف وائي چې مسلح افواج ته ټول قام بهر پور حمايت ترلاسه دې ۔
پنډۍ: آئي ايس پي آر ترمخه د افغانستان جارحيت دوران ډزو کښې شهيدان شوي د پاک فوج دولس ځوانانو د جنازې مونځ چکلاله ګيريژن پنډۍ کښې ادا شوېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې شهداؤ په يوؤلسم او دولسم اکتوبر د وطن دفاع کولو سره شهادت ترلاسه کړې وو ۔
آئي ايس پي آر وائي چې جنازې مونځ کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير، دفاع وزير خواجه آصف، احسن اقبال پشمول وفاقي وزيرانو، ګورنر خېبر پښتونخوا، سول او عسکري اعلیٰ افسرانو ګډون کړېدې ۔
په دې موقع خواجه آصف اووئيل چې عوام د خپل بهادر ځوانانو قربانيو قرضدارې دې، شهدا د خوږ وطن سالميت او دفاع لپاره ځانونو قرباني ورکوي، مسلح افواج ته ټول قام بهر پور حمايت ترلاسه دې، د خوږ وطن خلاف به هر قسمه جارحيت يا سازش ناکامه کوؤ ۔