د پنجاب وزيراعلیٰ مريم نواز په بيانونو د وفاقي حکومت اتحادي جماعت پيپلز پارټۍ د سينيټ نه پس قامي اسمبلې اجلاس نه هم واک آؤټ کړې، راجه پرويز اشرف اعتراض کړې چې پنجاب وزيرانو د بلاول بهټو باره کښې غير ذمه دارانه بيانات ورکړي، دې دوران اسد قيصر اووئيل که چرې پيپلز پارټې سنجيده وي نو وزيراعظم خلاف دې عدم اعتماد راؤړي مونږ به ئي ملاتړ کوؤ ۔
سپيکر سردار اياز صادق په مشرۍ کښې قامي اسمبلې اجلاس شوې، اجلاس شروع کېدو سره سم د پيپلز پارټۍ رکن راجه پرويز اشرف اعتراض کړې چې د پنجاب حکومت وزيرانو د پيپلز پارټې چيئرمين بلاول بهټو زرداري په حواله غير ذمه دارانه بيانات ورکړيدي ۔
د پرويز اشرف وينا نه وروستو د پاکستان پيپلز پارټئ اراکينو د قامي اسمبلۍ نه يو حځل بيا واک آؤټ اوکړو او ايوان نه بهر لاړل ۔
دے دوران پخواني سپيکر اسد قيصر د پيپلز پارټې موقف تائيد کولو سره اووئيل چې هغه د پيپلز پارټې دغه اقدام هرکلې کوي، کۀ چرې پيپلزپارټې سنجيده وي نو وزيراعظم خلاف دې د عدم اعتماد تحريک دې راؤړي مونږ به ئي ملاتړ کوؤ ۔
سپيکر قامي اسمبلۍ اياز صادق لطرفه د مفاهمت کوشش اوکړې شو خو هغه کامياب نشو، چې له وروستو د قامي اسمبلې اجلاس نهم اکتوبر پورې اوځنډولې شو ۔