پاکستان د ايشيا کپ ټي ټوينټي ټورنامنټ فائنل ته کواليفائي کړې ده، فائنل ميچ به د اتوار په ورځ د پاکستان او بهارت ترمينځ لوبيږي ۔
دبئي: د ايشيا کپ ټي ټونټي ټورنامنټ اهم ميچ کښې د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ سنسي خيز مقابله شوې، پاکستان په يوولس رنز بنګله ديش ته شکست ورکړې او د ايونټ فائنل ته ئې کواليفائي کړېده ۔
دبئي کېښ لوبيدلې ميچ کښې بنګله ديش ټاس ګټلې وو او پخپله ئې اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ، پاکستان مقرره اوورز کښې اتۀ وکټو په زيان يو سل پنځه ديرز رنز جوړ کړي وو ۔
پاکستان طرف نه محمد حارث يو ديرش ، محمد نواز پنځه ويشت، کپتا سلمان علي آغا او شاهين شاه آفريدي نورلس، نورلس، فهيم اشرف څوارلس ، فخرزمان ديارلس، صاحبزاده فرحان څلور، حسين طلعت درې او صائم ايوب يو ځل بيا په صفر آؤت شوې وو ۔
بنګله ديش طرف نه تسکين احمد شاندار باولنګ کړې او درې وکټې ئې په خپل نوم کړې وې، مهدي حسن او رشاد حسين دوه ، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د يو سل شپږ ديرش رنز هدف تعاقب کښې بنګله ديش مقرره اوورز کښې نهه وکټو په زيان يو سل څليريشت رنز جوړ کړي او په يوولس رنز ئې ميچ بيللو سره د ايونټ د فائنل د زغل نه هم پاتې شوې دې ۔
پاکستان طرف نه شاهين شاه آفريدي او حارث رؤف شاندار باولنګ کړې او درې، درې وکټې ئې په خپل نوم کړيدي، صائم ايوب دوه او محمد نواز يو وکټ اخستې وه ۔
بنګله ديش طرف نه ټولو نه زيات شميم حسين ديرش او سيف حسن شپاړس رنز جوړ کړي دي ، شاندار آل راونډ کارکردګۍ باندې شاهين شاه آفريدي د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
پاکستان ميچ ګټې سره د ايونټ فائنل ته کواليفائي هم کړې ، په اتۀ ويشتم ستمبر يعنې د اتوار په ورځ به د پاکستان او بهارت ترمينځ فائنل ميچ لوبيږي ۔