وفاقي وزيراطلاعات عطا تارړ د پي ټي آئي مشر اسد قيصر پريس کانفرنس ګمراه کن او حقائق خلاف ګرځولې او وئيلي دي چې په نهمه مئي د ملک خلاف سازش شوې وو، د عدالتو لخوا شفاف ټرائل وروستو ملزمانو ته سزاګانې ورکولې کيږي، په کوم چي پي ټي آئي ته تکليف دې ۔
اسلام آباد: د اسد قيصر پريس کانفرنس باندې خپل ردعمل کښې وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې اسدقيصر د ملکي معيشت په باره کښې هم بےبنياده بيانات ورکوي، موجوده حکومت نه صرف ګراني کمه کړې، بلکه برآمدات کښې هم اضافه شويده ۔
عطا تارړ اووئيل چې موجوده حکومت دوران ترسيلات زر اته ديرش ارب ډالر ته رسيدليې، کرنټ اکاونټ سرپلس دوه اعشاريه يو ارب ډالر ته رسيدلې دې ۔
وفاقي وزير اطلاعات مطابق ګرانۍ کښې کمې راغلې، برآمدات کښې اضافه روانه ده، او سټاک مارکيت مسلسل په بره روان دې، چې ورسره ملکي معيشت ترقي کوي ۔