پاکستان خلاف د بهارت يوه بله زهريله پروپيګنډا په ډاګه شوې، پاکستان لخوا په اسرائيل د ايټمي حملې کوؤلو دهړکې متعلق د هندوستاني خفيه ايجنسې را پروپيګنډا دروغ ثابت شوي، امنتي سرچيني وائي چې بهارت د مخکښې نه د پاکستان خلاف په دروغو اډانړه خبرونه خپروي ۔
تفصيلاتو مطابق د بهارتي ايجنسې را سوشل ميډيا اکاؤنټ نه جاري شوي فيک نيوز کښې وئيلي شوي وؤ چې پاکستان امريکې ته خبردارې ورکړې که چرې په ايران ايټمي حمله اوشوه نو پاکستان به په اسرائيل ايټمي بريد اوکړي ۔
د پاکستان وزارت خارجه دا دعوي مسترد کړې او دا ئې دروغ ګرځولي، ددې پروپيګنډې مقصد د اسرائيل لپاره همدردې پيدا کوؤل دي ۔
سوشل ميډيا اکاونټ نه جاري شوې فيک نيوز ته ايکس وضاحتي بيان هم جاري کړې، د ايکس مطابق پاکستان خلاف ددې پروپيګنډې هيڅ ثبوت نيشته ۔
حکومت پاکستان واضحه کړې چې بين الاقوامي فورم به د ايران اخلاقي او سفارتي مدد جاري ساتلې شي ۔