وزيراعظم شهبازشريف معرکه حق دوران شهيد شوي کسانو لپاره د مالي پيکج اعلان کړېدې، اعلان مطابق د شهيد شوي پاکستاني وګړو لواحقينو ته به يو کروړ اتيا لکه روپو پورې او د پاک فوج شهيد ځوانانواو افسرانو ته به د رينک مطابق پيکج ورکولې شي ،وزيراعظم دا هم وئيلي چې بهارتي حملې دوران شهيد شوي جوماتونو او کورونو د تعمير اخراجات به هم حکومت ادا کوي ۔
وزيراعظم شهبازشريف معرکه حق دوران د بهارتي جارحيت لوجې شهيد شوي د پاک فوج ځوانانواو عام کسانو کسانو لپاره د يو کروړ نه تر څلور کروړ روپې پورې مالي پيکج اعلان کړېدې ۔
وزيراعظم وئيلي چې عام پاکستانيانو ته به يو کروړ اتيا لکه او فوجي ځوانانو ته به د رينک مطابق څلور کروړه روپې پورې پيکج ورکولې شي ۔
وزيراعظم وئيلي چې بهارتي حملو کښې کوم جوماتونه شهيد شوي او کوم کورونو ته زيان رسيدلې ، دغه ټول به هم حکومت په خرچه تعمير کولې شي ۔
وزيراعظم مخکښې وئيلي چې د پاک فوج شهيد شوي ځوانانو ته به د ريټائرمنټ پورې پورا تنخوا او الاؤنسز هم ورکولې شي
اعلان ترمخه د پاک فوج شهيد شوي ځوانانو ته به د رينک مطابق مالي پيکج، د هغوي ماشومانو ته ګريجويشن پورې مفت تعليم او نور سهوليات هم ورکولې شي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې دې دوران کوم کسان ژوبل شوي د هغوي تول بطي اخراجات به هم وفاقي حکومت برداشت کوي ،دوي د پاره د اعزازات ورکولو اعلان هم شويدې ۔