اسلام آباد کښې د سمندرپار پاکستانيانو وړمبې کنونشن شوې، کوم ته چې وزيراعظم شهبازشريف سره سره آرمي چيف جنرل عاصم منير او نور متعلقه چارواکو هم خطاب کړېدې ۔
په دې موقع خپله وينا کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې اوورسيز پاکستانيان زمونږ د سرونو تاجونه دي ، بهر ملکونو کښې ميشته پاکستانيانو د خپل محنت او لګن سره خپل نوم پيدا کړيدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې يو کروړ نه سيوا اوورسيز پاکستانيانو د ملک بے لوث خدمت کړې او اوس هم خپل محنت کوي ،کومه چې د خوشحالۍ او د وطن سره د مينې خبره ده ۔
دوزيراعظم شهباز شريف وينا وه چې د آرمي چيف جنرل عاصم منير په زړۀ کښې چې کومه خبره وي هم هغه خبره د هغه په خُله هم وي ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې د دآرمي چيف په لاسو کښې د پاکستان دفاع محفوط ده او څوک هم پاکستان ته په خيرنه سترګه نشي کتلې ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف داوورسيز پاکستانيانو کنونشن ته خطاب کښې وزيراعظم شهباز شريف د دسمندر پار پاکستانيانو لپاره دخصوصي پيکيج اعلان هم کړې، چې پکښې هغوي لپاره خصوصي عدالتونه او د هغوي بچو لپاره تعليمي ادارو کښې خصوصي کوټه هم شامل ده ۔