اسلام آباد: دفتر خارجه وئيلى چې افغانستان کښې د امريکې نه پاتې شوې وسله ترهه ګرد پاکستان خلاف استعمالوى ،د خارجه دفتر ترجمان شفقت على خان دا خبره د امريکې نه افغانستان کښي پاتې شوې جديد وسله واپس اخستو لپاره د امريکې فېصلې په سوال خپل رد عمل کښي کړي ۔
د خارجه دفتر ترجمان شفقت على خان اووئيل چې افغانستان کښې پاتې شوې امريکنې وسله پاکستان او د دې اولس لپاره د تشويش خبره ده ۔
دوى اووئيل چې افغانستان کښې امريکنى پوځ انخلا په کال دوه زره يوويشتم اګست مياشتې نه پس هلته پاتې شوې جديد وسله د پاکستان او د دې اوسيدونکو سلامتې لپاره د خطرې سبب ګرځيدلې ۔
دفتر خارجه ترجمان وائى چې د امريکې پاتې شوې وسله د ترهه ګر تنظيمونو سره ټى ټى پى لطرفه پاکستان کښې د ترهه ګرې حملو دوران استعمال شوې ۔
کابل حکام مو يو شمير ځله د دې نه خبر کړى چې داسې ګامونه دې پورته کړې شي چې دغه وسله پاکستان لپاره نه استعماليږي ۔
شفقت على خان دا هم اووئيل چې مونږ مسلسل کابل کښې حکامو نه مطالبه کړې چې دې لپاره دې ټول ضرورى ګامونه پورته کړى چې دا وسله د ترهه ګرو لاس ته ورنشي ۔