د شانګله په چکيسر ګنانګر چيک پوسټ بيګا د شپې ناوخته ترهه ګرو لاسي بم سره ځمله کړې وه او ډزې ئې هم کړې وې ۔
ترهه ګرو وړومبې لاسي بم چيک پوسټ ته غورځولې او د هغې پس ئې ډزې کړي، پوليسو مطابق ترهه ګرۍ حمله کښې د اے ايس آئي پشمول دوه اهلکار شهيدان شويدي ۔
پوليس وئيلي چې حمله کښي دوه نور اهلکار هم ژوبل شوي څوک چې علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شويدي ۔
شهيدانو کښي اے ايس آئي حسن خان او سپاهي نثار خان شامل دي ، د ژوبل اهلکارانو شناخت ارشد خان او رفعت په نومونو شويدې ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې د حملې نه پس ترهه ګر په تيښته کښي کامياب شويدي ۔
مقامي ذرائعو ترمخه په چيک پوسټ د حملي روسته د علاقي خلق هم د پوليسو مرستي لپاره رارسيدلي وو ، علاقه کښي پوليسو سرچ آپريشن هم کړې او نورې پلټنې جاري دي ۔