سيول: د جنوبى کوريا صدر خپل قام ته خطاب په وخت ملک کښې د مارشل لا نافذ کولو اعلان کړېدې ،وئيلى ئې دى چې ملک کښې د اپوزيشن رياست خلاف د زياتو سرګرمو لوجې مارشل لا لګولې شوېده ۔
د جنوبى کوريا صدر پارليمنټ کښې اکثريت لرونکى اپوزيشن ډيموکريټک پارټۍ اقداماتو لوجې دا ګام پورته کړې او وئيلي دي چې د شمالى کوريا حمايتى اپوزيشن اراکين په پارليمنټ قبضه کړې وه ۔
هغه مخکښې وئيلي چې حکومتى بجټ مسترد کيدل او د بعضو پراسيکيوټرز لطرفه د مواخذے تحريکونه وړاندې کيدو لوجې هم مارشل لا لګولې شوې ۔
د اپوزيشن ډيموکريټک پارټى مشر د مارشل لا نفاذ غير ائينى ګرځولې او وئيلى ئې دى چې پارليمنټ دا فېصله منسوخ کوي ۔
بلخوا پوليسو د جنوبى کوريا پارليمنټ ټولې داخلى لارې بندې کړى او اراکين ئې پارليمنټ کښې د داخليدو نه منع کړيدى، او د جنوبي کوريا فوجي دستې پارليمان ته داخل شويدي ۔