اسلام آباد کښې آئي جي او داخله سيکرټري سره په شريکه خبري غونډې سره خبرو کښې عطا تارړ اووئيل چې پي ټي آئي خپله ناکامي پټولو لپاره دروغ وائي ۔
اطلاعاتو وزير عطا تارړ وئيلي چې تحريک انصاف خپله ناکامي پټه ولو لپاره د مړو سياست کوي،مراد سعيد وزيراعلې هاؤس خېبر پښتونخوا کښې پټ دې، مراد سعيد نه صرف په احتجاج کښې شامل وو بلکه هغه سره تربيت يافته جتهے هم موجود وې، چا ته چې مظاهرے دوران لاشونو غورځولو احکامات ورکړي شوي وو .
هغه اووئيل چې خفيه رپوټونه وو چې فائنل کال په بهانه کښې به قتل و غارت کوي، تحريک انصاف احتجاج کښې اوو ديرش افغان وګړي ګرفتار کړې شويدي، چا نه چې اووه څلويښت کلاشنکوفونه برآمد شويدي ۔
اطلاعاتو وزير زياته کړه چې داخله وزير محسن نقوي سره مې په سړک چرته هم د وينې داغ نه دې ليدلې،خېبر پښتونخوا خلق احتجاج لپاره نه دي رواتلي ۔
عطا تارړ مخکښې اووئيل چې پښتونخوا خلق انتشار سياست نه غواړي، چيلنج ورکوؤم چې پي ټي آئي دې د ډزو يو ويډيو هم اوښائي چې چرته سيکيورټي فورسز چلولې وي