د ګلګت بلتستان ترجمان فيض الله فراق خپل يو بيان کښې وئيلي چې افسوسناکه پيښه ضلع استور کښې هاغه مهال رامخې ته شوې ، چې کله د جنج يو کوسټر د استور نه چکوال ته روان وو او اباسين ته پريوتو ۔
فيض الله فراق مطابق پيښه کښې اتلس کسان په حق رسيدلي، اوشپږ اباسين کښې بے درکه شوي، او د هغوي لټون لپاره کاروائي روانه ده ۔
ترجمان اووئيل مچې دغه غمجنه پيښه کښې د اتلس کسانو مړي د سيند نه راويستي شويدي او د شپږ نورو ډوب شوي کسانو تلاش جاري دے ۔
بلخوا د استور پوليس چارواکو وئيلي چې دغه پيښۀ کښې صرف ناوې ژوبل حالات کښې ريسکيو کړے شوې او هسپتال ته منتقل کړې شوې ده ۔
د ريسکيو ادارے مشر وزير اسد وئيلي دي چي دا کوسټر د ګلګت بلتستان نه چکوال ته روان وو، د پيښے اطلاع ميلاويدو سره سم پوليس او انتظاميه متحرک شوې، او د پيښے ښکار کسانو ژوند بچ کولو بهرپورکوشش ئې کړې وو ، ولې د سهولياتو کمي په وجه د ډيرو کسانوژوند بچ نکړے شو ۔