بهارتي ميډيا رپورټس ترمخه بهارتي کرکټ بورډ پاکستان کښې شيډول آئي سي سي چيمپيئنز ټرافي ميچونه لوبولو لپاره خپل ټيم پاکستان ته راليږلو نه انکار کړې،او دې سلسله کښې ئې پي سي بي هم خبر کړيدې ۔
بهارتي کرکټ بورډ لخوا پي سي بي ته ليکلي شوي خط کښې وئيلي دي چې د هغوي ميچونه دې دبئۍ ته منتقل کړے شي ۔
پاکستان کرکټ بورډ بهارت ته مشوره ورکړ ې چې بهارت د خپل هر ميچ نه پس چندي ګړهـ يا دهلي ته هم واپس تلے شي، ولې دپي سي بي دغه ټول آپشنز رد شويدي ۔
واضح دي وي چي بهارت هر ځل سياسي او سيکيورټي بهانې جوړوي او د ټيم پاکستان ته راليږلو نه انکار کوي، ولې د بهارت نه علاوه نورو ملکونو خپل ټيمونه پاکستان ته راليږلو تصديق کړيدے ۔
آئي سي سي چيمپيئنز ټرافي راتلونکي کال نورلسمې فرورۍ نه تر نهم مارچ پورې شيډول ده، د کوم ميچونه به چې کراچۍ، لاهور او پنډۍ کښې لوبيږي ۔
چيمپيئنز ټرافي ميچونو کښې شرکت نه انکار باندې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي ردعمل راغلې دې ۔محسن نقوي وئيلي چې په لوبو کښې سياست نه وي کول پکار، که بهارتي ټيم نه راځي هم ، خو مونږ به د چيمپيئنز ټرافۍ لپاره خپل تياريانې جاري ساتو ۔
پي سي بي چيئرمين وئيلي چې دبهارت ټيم پاکستان ته نه راتلو خبره صرف بهارټي ميډيا رپورټ کړيده ولي دي سلسله کښې بهارتي بورډ پاکستان په تحريري توګه نه دے خبر کړے ۔
محسن نقوي مخکښې وئيلي چې پاکستان تل د خير سګالۍ جذباتو مظاهره کړې، خو هر ځل دي دا طمع دې هم اونه ساتلے شي ۔