بيروت کښې د اسرائيل په فضائي حمله کښې تيره ورځ شهيد شوې د حزب الله سربراه حسن نصر الله مړې ميلاؤ شوې دې ۔
بهر ملکي خبري ادارو وئيلي چې د حسن نصر الله مړې د حملې څليريشت ګهنټي پس ميلاؤ شوې او د هغه په جسم باندې د زخم هيڅ نشان نيشته۔
خبري ادارو مطابق د حسن نصر الله په جسم د زخم د نښو نيشتوالي نه دا خبره په ډاګه کيږي چې ګنې هغه د اسرائيل حمله کښې لګيدلې نۀ دې بلکه د چاودنې د زور لوجې شويدې ۔
بلخوا د حزب الله مشرانو وئيلي چې د حسن نصر الله مړې ميلاويدو نه پس به اوس د هغه د جنازې لپاره وخت مقرر کولې شي ۔
ياده دې وي چې تيره ورځ بيروت کښې اسرائيلي فوج يو ودانې باندې ميزائلې داغلې وې چې پکښې د حزب الله سربراه حسن نصر الله پشمول د هغه لور او د مزاحمتي تنظيم نور مشران هم شهيدان شوي وو۔