د ټوپي ايډيشنل سيشن جج عيسي خان په مشري کښي سول ججز عزيز جنيد، حفيظ الله او بار کونسل سره په شريکه د تحصيل کمپليکس صفائي مهم شروع کړي د مهم دوران په تحصيل کمليکس کښي د مچهر مار سپرے هم شوي ۔
په دے محال ايډيشنل سيشن جج عيسي خان افريدي ووئيلي دي چي صفائي نيم ايمان دے د کومي چي زمونږ مذهب هم مونږ تا په سختي درس راکوي ۔ هغوي ووئيل چي صفائي کښي د روغ صحت راز دے هر انسان تا پکار دي چي نه يوازے د خپل زان بلکه د خواوشاه ماحول هم دصفائي خيال وساتي هغوي ټي ايم اے سټاف تا هديات ورکړيدي چي د تحصيل کمپليکس دننه او په بازار کښي هم د صفائي عمل يقيني جوړ کړي